CRI Online

م م د ٢٠١٦ کال لپاره د انسانانو د پرمختګ راپور خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-22 09:26:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د پرمختګ د پلان جوړولو ادارې د مارچ په ٢١مه نېټه د سويډن په پلازمينه استکهلم کې د ٢٠١٦ کال لپاره د انسانانو د پرمختګ راپور خپور کړ. په دې راپور کې يې دې ته اشاره کړې چې له پام لوېدلي خلک د نړۍ د پرمختګ په لومړيو چارو کې شامل نه دي.

په نوموړي راپور کې راغلي چې په تېرو ٢٥ کلونو کې د انسانانو د پرمختګ په برخو کې ډېر د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه شوي، خو ورڅخه زيات کسان محروم هم پاتې دي، او لا هم زيات سيستماتيک خنډونه لا هم شتون لري. په دې موخه چې هر تن د انسانانو له دواملرونکي پرمختګ څخه ګټې اخيستلی شي، ضروري ده چې دغو کسانو ته پاملرنه وکړو او د دغو خنډونو د له منځه وړلو لپاره رښتيني ګامونه پورته کړو.

د م م د پرمختګ د پلان جوړولو ادارې مشرې هيلن کلارک په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د تبعيضي ټولنيزو دودونو او قوانينو د لغوه کولو له لارې دې د زياتو کسانو سياسي نا برابري او بېوزلي له منځه يوسو، او د دواملرونکي پرمختګ ګټې دې ټولو کسانو سره شريکې کړو.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای