د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تايلنډ صدراعظم پرايوت شان اوچا د مارچ په ٢١مه نېټه په تايلنډ کې د فيليپين له ولسمشر رودريګو دوترتي سره وکتل. دواړو خواوو په جنوبي سمندر کې د بېلا بېلو خواوو د عملونو اعلاميې د پلي کېدو ضرورت تاييد کړ او ژمنه يې وکړه چې په روان کال کې به د جنوبي سمندر د عملي قواعدو چوکاټ د بشپړولو لپاره هڅه وکړي.
دوترتي د کتنې له پای ته رسيدو وروسته په خبري ناسته کې وويل، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د جنوبي سمندر د بادواني او هوايي ازادۍ درناوی وکړي چې دا د سيمه ييز پرمختګ بنسټيز شرط دی. نوموړي دې ته اشاره وکړه، په جنوبي سمندر کې سوله، ثبات او دواملرونکی پرمختګ د بېلا بېلو هېوادونو لوړه موخه ده، که يوازې ياده موخه پوره شي، نو د دې سيمې خلک به ترې ګټې واخلي.
دواړو مشرانو دا څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه به له ترهګرۍ او د نشه يي توکيواو وګړو له قاچاق سره د مبارزې او د انټرنيټي امنيت په برخو کې د اطلاعاتو تبادله پياوړې کړي او د نشه يي توکيو د قاچاق ضد همکاريز تړون به لاسليک کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |