د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د استراليا د صدراعظم ملکولم ټورنبول او د نوي زيلانډ د صدراعظم بيل ينګليش په بلنې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ٢٢مه نېټه د ځانګړې الوتکې له لارې له بېجينګ څخه حرکت وکړ. هغه به نوموړو دوو هېوادونو ته رسمي سفر وکړي او په استراليا کې د چين او استراليا د صدراعظمانو ترمنځ د ٥م پړاو په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.
په دغه سفر کې له صدراعظم لي که چيانګ سره د ده مېرمن جنګ هونګ ملګرې ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |