د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ٢١مه نېټه د پاکستان د بيلوچيستان ايالت په هوب کې د سکرو سوځولو برېښناکوټ د پروژې د پيل مراسم تر سره شول.دغه پروژه د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په اړه د انرژۍ يوه لويه پروژه ده او د ابادۍ دنده يې د چيني شرکت پر غاړه ده.
د يادې پروژې عمومي پانګه يو مليارډ نهه سوه پنځه نوي مليونه امريکايي ډالره ده.دغه برېښناکوټ به له بشپړېدو وروسته د څلور مليونو پاکستاني کورونو برېښنايي اړتياوې پوره کړي.
د پاکستان د پلان او پرمختګ وزير اهسن اقبال په مراسمو کې وويل، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادي د پاکستان د انرژۍ د ايستلو لپاره ګټوره ده او د پاکستان ملي اقتصاد ته به پرمختګ ورکړي. هغه د چين د حکومت او خلکو د اعتماد او مرستو مننه څرګنده کړه.
د معلوماتو له مخې، نوموړې پروژه به ځايي خلکو ته لږ تر لږه لس زره کاري دندې برابرې کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |