د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ملي امنيت وزارت د مارچ په ٢١مه نېټه اعلان وکړ چې د ترهګرۍ پرضد د امنيت په موخه، د منځني ختيځ او افريقا د ٨ هېوادونو له ١٠ هوايي ډګرونو څخه امريکا ته د مستقيمو الوتکو پر مسافرينو له ځان سره د هغو الکترونيکي سامانونو د وړلو بنديز لګولی چې د خوځنده تليفون په نسبت لوي دي، دغه بنديز حکم سمدلاسه نافذ شوی دی.
د امريکا د ملي امنيت وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د اطلاعاتو سره سم، ملکي الوتکې تل د ترهګريزو بريدونو موخه وي، او په بېلا بېلو الکترونيکي سامانونو کې د چاودېدونکو موادو ځای پر ځای کول د ترهګريزو بريدونو نوې لارې دي.ځکه امريکا د امنيت په غرض ياد بنديز خپور کړی دی.
د اردن، ترکيې، سعودي عربستان، کويت، مصر، قطر،متحده عربي اماراتو او مراکش ١٠ هوايي ډګرونه د بنديز په نوملړ کې شامل دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |