د هوهه هاوټ د ګمرکاتو ادارې د شمېرنې له مخې، په تېرو دوو مياشتو کې د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ته د داخلي مغولستان صادراتي ارزښت ٨ مليارډه ٩٩٠ مليونه يوانه و چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ٣٧.١٪ زيات شوی دی.
په تېرو ٢ کلونو کې د يوه کمربند او يوې لارې په ٥٧ هېوادونو کې له ٤٢ هېوادونو سره د داخلي مغولستان سوداګريزې معاملې په بېله بېله اندازه زياتې شوې او مغولستان او روسيه د داخلي مغولستان عمده تجارتي هېوادونه وو. ماشينونه او الکترونيکي توليدات، فولادي مواد او فروريډ مواد عمده صادراتي توکي وو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |