د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يوې تازه پلټنې سره سم، اکثره برخوال چينايان هيله لري چې د اسيايي خبري رسنيو د وينا حق د خپلمنځي همکارۍ له لارې لوړ شي.
د يادې پلټنې راپور څو ورځې مخکې د بواو اسيايي فورم د ٢٠١٧ کال د کلنۍ غونډې په اړه د خبري رسنيو د مشرانو کنفرانس له خوا خپور شو. په دې راپور کې راغلي چې په پلټنه کې ٧٣.٩ ٪ کسان په دې نظر دي چې د اسيايي خبري رسنيو ترمنځ همکاري لازمه ده. دوی هيله لري چې د اسيا اوازونه د اسيايي خبري رسنيو ترمنځ د ژورې همکارۍ له لارې په عيني ډول خپاره شي، او د اسيايي خبري رسنيو خبرې په نړۍ کې منعکسې شي.
د خبري رسنيو د مشرانو کنفرانس د چين نړيوالې راډيو، د بواو اسيايي فورم او د چين د عامه ديپلوماتيکو چارو ټولنې له خوا په ګډه جوړ شوی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |