CRI Online

د چين د برقي قوې د نړيوال شرکت په همکارۍ سره په پاکستان کې د سکرو په وسيله د بريښنا توليد لومړۍ پروژه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-22 16:23:17

د چين د برقي قوې د نړيوال شرکت او د پاکستان د ژوب د برقي قوې شرکت تر ګډې پانګونې لاندې د سکرو په وسيله د بريښنا توليد پروژه د پاکستان د بلوچيستان ايالت ولايت په ژوب سيمه کې پيل شوه. دغه پروژه په پاکستان کې د چين د برقي قوې د نړيوال شرکت تر پانګونې لاندې د سکرو په وسيله د بريښنا توليد لومړی سټيشن دی او په ژوب کې د چين د برقي قوې نړيوال شرکت د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د ګډو پانګونو يوازينې ريښتنې تصدۍ ده.

دغه پروژه د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د انرژيو پلانولو په اړوند لومړې عملي کوونکې پروژه ده. د پلان له مخې به دغه پروژه د ٢٠١٨ کال په پای کې په شبکه کې د لومړې ډلې ماشينونه جوړ کړي او د ٢٠١٩ کال تر اګست مياشت پورې به ټوله فابريکه په سوداګريزو کارونو پيل وکړي. د پروژې له بشپړولو وروسته به هر کال پاکستان ته د ٩ بيليارډ کيلوواتو په اندازه بريښنا برابره شي او په دغه هېواد کې به بريښنا ډېر ښه والی ومومي او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د سياسي ثبات هڅونه وکړي.

د پاکستان د پلانولو، پرمختګ او اصلاحاتو وزير احسان اقبال د صدراعظم نواز شريف په استازيتوب د پروژې د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه. (اواز)

د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د ابادۍ په پيل کې دا پلان شوی چې ٣٥ بيليارډ امريکايي ډالره به د انرژيو په پروژو کې وکارول شي. ٢٠١٣ کال په پاکستان کې د انرژۍ ډېر کمې احساس کېده. هيڅ هېواد د انرژۍ کموالي په وخت کې پرمختګ نه شي کولی تړ د خلکو د ژوند کيفيت تر دې اغيزې لاندې وي. د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د پاکستان د اقتصادی پرمختګ په ترڅ کې له دې لومړې مهمې ستونزې سره مرسته کړې چې له دې څخه د دواړو هېوادونو دوستي څرګندېږي.

په کراچي کې د چين د قونسلګرۍ عمومي قونسل وانګ يوی د دغې پروژې د پيل په مراسمو کې وويل د انرژيو په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې لومړيتوب لري. هغه وايي (اواز)

د چين او پاکستان دهليز په اړوند په ١٨ پروژو کې چې اوس روانې دي، يوولس يې له انرژيو سره اړه لري چې عمومي ظرفيت يې ٧ مليونه او ٤٧ لکه کيلوواټو ته رسيږي. ځيني پروژې به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې او په پاکستان کې د لږې انرژۍ د ستونزې حل و فصل لپاره به مهم خدمتونه تر سره کړي.

وانګ يوی وويل په پاکستان کې د ټولو انرژيو د کارولو لپاره د انرژيو په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ د بېلا بېلو ډولونو د بريښنا په پروژو پوري اړه لري. د علمي پلانونو له مخې د اوبو، سکرو، باد او نورو انرژيو په وسيله پروژې د پاکستان په مختلفو سيمو کې روانی دی. د سکرو په وسيله د بريښنا توليد پروژه چې د ابادۍ وخت يې کم دی او اصلي بيې يې ټيټې دې، د هېواد د بريښنا شبکې د جوړولو لپاره به لا اغيزمن رول ولوبوي.

د پاکستان د پانګونې خوا استازي او د ژوب شرکت مشر خالد منصور وويل د اومو نفتو بيپ د لوړوالي له امله پاکستان غواړي د بريښنا د توليد مواد له اومو نفتو څخه ارزانو موادو ته بدل کړي. هغه وويل (اواز)

د سکرو په وسيله د بريښنا توليد پروژه به د بريښنا ، صنعتي چارو او د توليد چارو اصلي بيې کمې کړي او په نړۍ کې د پاکستان د واردونکو اندازو سيالی توان به پياوړی کړي. دغه پروژه به د سکرو په وسيله د بريښنا د توليد فابريکې د جوړولو په اړه د چاپيريال د ساتنې لپاره د نړيوال بانک له معيار سره سمون ولري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای