د سينهوا اژانس د خبر له مخې، اېډوارډ سنوډن د مارچ په يوويشتمه نېټه وويل، استدلال نه لري چې روسيې د امريکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې لاسوهنه درلوده.
د امريکا د متحده ايالتونو د فيډرالي تحقيقاتو ادارې مشر جامس کومي د مارچ په شلمه نېټه د امريکا د پارلمان په يوه غونډه کې د دې خبر پخلی وکړ چې د امريکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه پلټنه اوس روانه ده. سنوډن په دې اړه وويل، موږ تر اوسه پر روسيې د دې تور په اړه استدلال نه دی ليدلی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |