د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د مارچ يوويشتمه نېټه د قزاقيانو د نوي کال لومړې ورځ وه. د اکسا قزاقي خپلواکه ولسوالي په چين کې يوازنۍ د قزاقي قوم خپلواله ولسوالي ده. په همدې ورځ د دې ولسوالۍ وګړو يو بل ته سلامونه وويل او د نوروز لمانځغونډه يې تر سره کړه. که تاسو د قزاقيانو کور ته ولاړ شئ، تاسو به وګورئ چې د دې کور په ميزونو باندې د پنيرو او د غژګاو غوړو په ګډون خوندور خوراکونه د ميلمانو لپاره چمتو وي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |