د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د سوريې مسئلې په باب د چين د حکومت ځانګړی استازی شي شياو يان به په ژنيو کې د سوريې مسئلې د خبرو اترو په پنځم پړاو کې برخه واخلي، تر څو د سوله ييزو خبرو اترو د پياوړتيا او د دغې مسئلې د سياسي حل لپاره خدمتونه وکړي.
د معلوماتو له مخې، د دغو خبرو اترو پنځم پړاو به د مارچ په ۲۳مه نېټه تر سره شی. د سوريې حکومت او مخالفې ډلې به د لومړی ځل لپاره د هغه اجنډا په باب خبرې اترې وکړي، کوم چې د دواړو خواوو لخوا منل شوې ده. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |