CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت : نه مقاومت ، متقابل درناوي او ګډې همکارۍ د چين او امريکا د اړيکو پرمختيايي لاره ده

cri     (GMT+08:00) 2017-03-22 20:03:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په ٢٢ مه نېته وويل، له چين څخه د امريکا د بهرنيوچارو د وزير ريکس تليرسن د ليدنې په ترڅ کې دواړو خواوو موافقه کړې چې خپلمنځي اړيکو ته دې د نه مقاومت، متقابل درناوي او ګډې همکارۍ د اصولو له مخې وده ورکړي، دا د دواړو مهمو لويو هېوادونو ترمنځ د اړيکو سمه پرمختيايي لاره ده.

په همدې ورځ خبري ناسته کې يو خبريال پوښتنه کړې چې تېره اونۍ کې تليرسن له چين څخه د ليدنې په ترڅ کې پر دې ټينګار کړی چې دواړه هېوادونه بايد د نه مقاومت، متقابل درناوي او ګډې همکارۍ پر اصولو ټينګار وکړي. خو دغه خبرې ځينو امريکايي کارپوهانو او پخوانيو مامورينو غندلې او ځينو رسنيو دا د چين ډيپلوماتيک برياليتوب بللی دی.چين پدې هکله څه غبرګون لري؟

هوا چون ينګ وويل، دا د هيچا برياليتوب نه دی،بلکې د دواړو مهمو لويو هېوادونو ترمنځ د سلوک سمه لاره ده. چين به له امريکا سره يوځای خپلمنځي خبرې زياتې کړي، متقابل تفاهم او اعتماد به پياوړی کړي ، په ښه توګه به خپلمنځي توپيرونه حل کړي او خپلمنځي همکارۍ به لاپسې پراخې کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای