د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په ٢٢ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې چين له اړوندو خواو څخه غواړي چې د شمالي کوريا د توغندي ازموينې په برخه کې سړه سينه او زغم وساتي.
امريکا او جنوبي کوريا د دې خبر پخلی وکړ چې شمالي کوريا په ٢٢ مه نېټه يو بل توغندی وازمويه،خو له څو ثانيو وروسته ازموينه کاميابه شوه. هوا چون پنګ پدې اړه وويل، موږ اړوند خبر ته متوجه يو او د کوريا ټاپووزمې وروستيو حالاتو ته پاملرنه کوو. اوس دغه حالت ډېر سخت دی،موږ له اړوندو خواوو څخه غواړو چې سړه سينه او زغم دې وساتي او هغه کارونه چې د حالاتو د ښه والي لپاره ګټور وي، زيات ترسره کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |