CRI Online

د لندن په ترهګریزه پيښه کې ۵ تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-23 09:20:24
د لندن په ترهګریزه پيښه کې ۵ تنه وژل شوي دي

د سین هوا اژانس دخبر له مخې د روانې میاشتې په ۲۲ نیټه له غرمې وروسته د لندن په مرکزي سیمه پارلمان ته په ورڅیرمه برید کې ۵ تنه وژل او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ځایي خبري رسنیو د خبر له مخې د همدې ورځې له غرمې وروسته په ۲ بجو ۴۰ دقیقو د بریدګر موټر د ویسټ منسټیر په پوله روان پلي خلک ووهل چې په پایله کې د ۳ پولیسو په ګډون ځیني کسان ټپیان شوي دي. بیا وروسته د بریدګر ګاډی له دیوال سره ټکر شو او نوموړي بریدګر په چاکو پر روانو خلکو ګوزارونه وکړل چې هڅه یی کوله د پارلمان ودانۍ ته ننوځي. دغه بریدګر بیا د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

د بریتانیا صدراعظمې تریسا می بیا وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا پیښه یو نفرتي او شیطاني ترهګریز برید و.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای