د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ د ٢٢مې نېټې په شپه، د استراليا لومړي وزير مارکم تنبور په بلنه، د چين صدراعظم لي که چيانګ د ځانګړې الوتکې په وسيله د کنبرا هوايي ډګر ته ورسېد او استراليا ته يې په رسمي سفر پيل وکړ. په عين وخت کې به د چين او استراليا د صدراعظمانو تر منځ پنځم کلنۍ ملاقات هم ترسره شي.
لي که چيانګ وويل، سږ کال د چين او استراليا تر منځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٤٥م کاليز سره برابر دی. د دواړو خواوو همکارۍ د دواړو هېوادونو خلکو ته ډېرې عملي ګټې رسولې دي. هيله لرم چې د دې سفر له لارې په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو خواوو د همکارۍ نوې اينده پرانيزم او د دواړو هېوادونو د اړيکو ټينګښت وهڅوم.
لي که چيانګ به له مالکولم تورنبول سره څو دورې خبرې اترې وکړي او د دواړو خواوو د يو لړ همکاريزو سندونو د لاسليک په مراسمو کې به ګډون وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |