CRI Online

د چين استازي په سياسي توګه د سوريې مسئلې د حل و فصل غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-23 09:38:59
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي شيې شياو يان د مارچ په ٢٢مه نېټه په ژنيو کې يوه خبري ناسته کې د سوريې مسئلې په اړه د چين دريځ څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه چې بايد د خبرو اترو له لارې د سوريې مسئله حل شي.

شيې شياو يان وويل، د سوريې مسئلې د حل لاره سياسي خبرې اترې دي، نه د نظامي عملياتو لارې چارې . هيله لرم چې د سوريې مسئلې اړوندې خواوې د خبرو اترو پر لوري ټينګار وکړي. د سوريې راتلونکی بايد د سوريانو لخوا وټاکل شي، د سوريې حکومت او مخالفين بايد د پوره تبادلې او خبرو اترو له لارې د خپل هېواد بحران د سياسي حل لپاره يوې لايحې ته ورسېږي. چين غواړي په ژنيو کې د سوريې مسئلې په اړه خبرو اترو کې د اغېزمن برياليتوب د تر لاسه کېدو لپاره د نړيوالې ټولنې له اړوندو خواوو سره په ګډه کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای