د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په سوريه کې د چين سفارت د مارچ په ٢٢مه نېټه د سوريې يو پوځي روغتون ته يوه ډله طبي تجهيزات برابر کړل.
د چين سفير چي چيان جين د دغو طبي تجهيزاتو سوريې ته د سپارلو په مراسمو کې وويل، چين په سوريه کې بشري حالاتو ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې. چين د بېلا بېلو لارو په وسيله سوريې ته بشري مرستې برابرې کړي او په راتلونکي کې به په دوامداره توګه له سوريې سره مرستې وکړي چې په سوريه کې د بشري حالاتو ستونزه تر يوې اندازې پورې حل شي.
د سوريې پوځ د روغتيا ادارې له چين څخه مننه وکړه. په تېره مياشت کې د چين سفير چي چيان جين له سوريې سره د بسپنه ورکولو په اړه د اقتصادي همکاريز تړون لاسليک کړ چې په سوريه کې د اقتصاد ستونزه او بشري اړتياوې تر يوې اندازې پورې حل او پوره شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |