د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي څو ورځې مخکې د ايران په شمال ختيځ مشهد ښار کې وويل، د ايران ټاکنې ډېرې مهمې دي، هم د ولسمشرۍ ټولټاکنې او هم د پارلمان او د ځينو کمسيونونو انتخابات. ټول انتخابات بايد له قانون سره سم ترسره شي. ټولې نتيجې چې د خلکو لخوا د رايګيرۍ له لارې رامنځته شي، د اعتبار وړ دي. هغه به په ټاکنو کې لاسوهنه و نه کړي، خو د هغو کسانو مخنيوی به وکړي چې د خلکو په رايګيرۍ کې ويجاړونکې کړه وړه ترسره کوي.
خامنه يي وويل، د ايران لومړی کار د اقتصاد پرمختګ دی، نو بايد د کورنيو توليدي چارو د پرمختګ، د روزګار فرصتونو د زياتوالي او د وړ کسانو د روزنې پياوړتيا لپاره کوښښونه وکړي. که د ايران بېلا بېلې ادارې په اغېزمنه توګه خپلې دندې ترسره کړي، نو د دې هېواد په مخ ټولې ستونزې به حل شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |