د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ناټو د سرمنشي مرستيال روز ګوتيمولر د مارچ په ٢٢مه نېټه په بوداپست کې د ناټو د شکل بدلون په اړه سيمينار کې وويل، اوس ناټو له سختو ګواښونو سره مخ دی. که ناټو د نړيوال حالت د بدلون سره سم خپلې طريقې تنظيم کړي، نو دغه اتحاد به پياوړی ځواک وساتي. د ناټو غړي هېوادونه بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي چې ناټو به له ننګونو سره د مقابلې لپاره لا نوره اغېزمنه لاره ولري.
د هنګري د دفاع وزير سيميسکو استوان وويل، د ناټو يوه پياوړې او ښه اداره د اروپا د امنيت بنسټ دی. هنګري د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له هغه وړانديز ملاتړ کوي چې ناټو بايد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې لا زيات رول ولوبوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |