د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيايي اورېدونکو او نندارچيانو او د اسيايي خبري رسنيو د لوړپوړو چارواکو په وړاندې د يوه څېړنيز راپور له مخې، د اسيا سوله او ثبات د اسيايي اورېدونکو او نندارچيانو ډېر د پاملرنې وړ موضوعات دي چې د پاملرنې اندازه يې له څلويښت سلنې څخه زياته ده.
دغه راپور څو ورځې مخکې د بو او اسيايي فورم د ٢٠١٧ کالنۍ غونډې د خبري رسنيو د مشرانو په مباحثوي ناسته کې خپور شو. د دې راپور له مخې، د جنوبي سمندر شخړه او د اسيا د چاپېريال ستونزه د اسيايي اورېدونکو او نندارچيانو تر ټولو د پاملرنې وړ موضوعات دي چې د پاملرنې اندازه يې له دېرش سلنې څخه زياته ده.
د خبري رسنيو د مشرانو مباحثوي غونډه د چين نړيواله راډيو، بو او فورم او د چين د ډيپلوماتيکې ادارې لخوا په ګډه کوربه ده. د ٢٠١٧ کال لپاره دوی د ١٥ هېوادونو او سيمو د خبري رسنيو څه دپاسه شل مشرانو ته بلنه ورکړې چې د اسيايي خبري رسنيو تر منځ د همکارۍ د نظام او برخو په اړه بحث وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |