د سينهوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال اقتصادي فورم د مارچ په ٢٢مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل، چې کوچني پيمانه لرونکي اقتصادي ځواکونه د انرژۍ د امنيت، سپموونکي او چاپيريال ساتوونکي سيستم د ابادۍ په برخه کې ښکاره غوره والی لري او مخکښ ځايونه يې نيولي دي، خو د لويو اقتصادي ځواکونو په وړاندې د انرژۍ سيستم ننګونه لا هم سخت ده.
نړيوال اقتصادي فورم په همدې ورځ د ٢٠١٧ کال لپاره د انرژۍ نړيوال چوکاټ راپور خپور کړ. په دې راپور کې د انرژۍ چوکاټ او عرضي توان په برخو کې د ارزونې سره سم د نړۍ د ١٢٧ اقتصادي ځواکونو درجه بندي وړاندې شوې. سويس، ناروې او سويډن په درجه بندي کې مخکښ ٣ مقامونه نيولي، چين ٩٥م مقام نيولی.
په دې راپور کې دا ياده شوې چې چين د انرژۍ شکل د بدلون په هڅه کې دی او د انرژۍ امنيت، اقتصادي موثريت او چاپيريال ساتنې ترمنځ برابرۍ ته پام کوي، او د ناپاکې هوا د مخنيوي په برخه کې يې فعال ګامونه پورته کړي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |