د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او روسيې تر منځ د تبادلوي فعاليت او همکاريزې پروژې پرانيستونکې غونډه د مارچ په ٢٢مه نېټه د ګان سو ولايت په لن جو ښار کې ترسره شوه. د روسيې د مسکو د دارالمعلمين، د مسکو د چايکوفسکي په نوم د کنسرت پوهنځی او د مسکو د ځواک ايجين پوهنځی له ګان سو ولايت سره د استعداد کسانو په اړه همکاريز تړون لاسليک کړ چې د تعليم، کلتور، ساينس او طب او روغتيا په شمول ځينو برخو پورې اړه لري.
د مسکو د دارالمعلمين مسئول وويل، اوس چيني ژبه د روسي زده کوونکو اجباري دوهمه بهرنې ژبه ټاکل شوې ده. روسيه هيله لري چې ګان سو ولايت ته لا زيات زده کوونکي وليږدوي او د چيني زده کوونکو او اړوندو کارپوهانو هر کلی کوي چې د روسيې په پوهنتونو او پوهنځيو کې زده کړې وکړي. دواړه خواوې بايد د تبادلې او همکارۍ پلوراليزم ميکانيزم جوړ کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |