CRI Online

شي جين پينګ په لندن کې د شوي ترهګريز بريد له امله د بريتانيا ملکې ته د خواخوږۍ پېغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-23 14:44:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ٢٣مه نېټه په لندن کې د شويو ترهګريز بريد له امله د بريتانيا دوهمې ملکې اليزابيت ته د خواخوږۍ پېغام وليږه. په دې پېغام کې يې د شوي ترهګريز بريد سخته غندنه کړې، د وژل شويو کسانو په مناسبت يې خپل ژور تعزيت څرګند کړی او ټپيانو او د وژل شويو کسانو خپلوانو ته يې خواشيني څرګنده کړې ده.

رئيس شي جين پينګ په دې پېغام کې دې ته اشاره ورکړې چې ترهګر د نړيوالې ټولنې ګډ دوښمن دی. چين له هر ډول تروريزم سره ټينګ مخالت کوي، او هيله لري چې له بريتانيا او نړيوالې ټولنې سره د چين او بريتانيا او نړۍ د امنيت ساتلو لپاره کډې هڅې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای