د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د مارچ د ٢٣ مې نېټې په سهار د کانبيرا په پارلماني ودانۍ کې د استراليا له صدراعظم ملکولم تورنبل سره خبرې اترې وکړې.
لي که چيانګ په خبرو کې وويل، د چين او استراليا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٤٥ کلونو راهيسې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لاپسې نژدې شوې دي. اوسنی نړيوال حالت ډېر پيچلی دی ، پروتکشنيزم مخ په پراخېدو دی او نړيوالې ننګونې زياتې شوې دي. چين غواړي له استراليا او نورو هېوادونو سره يوځای د اسيا او ارام سمندر سيمې ان د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره هڅې وکړي. چين به ورخلاصون ته دوام ورکړي،له استراليا سره به خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته وده ورکړي، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانېدو او د نړيوال سوداګريز سيستم د ساتلو لپاره به هڅې وکړي او نړيوالې اقتصادي ودې ته به ډېر خوځنده ځواک ورکړي.
تورنبل وويل، د استراليا او چين ترمنځ اړيکې او همکارۍ لاپسې ژورې شوې او د لوړپوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ زيات شوی دی، استراليا به د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل اعتماد ټينګ کړي،د خپلمنځي اړيکو او همکارۍ ثبات او دوام به وساتي او له چين سره به د ازادې سوداګرۍ او خلاص بازار ساتنه وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |