د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د شمال کندوز ولايت پوليسو د مارچ په ٢٣ مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په دغه ولايت کې يو پوليس پر خپلې پوستې بريد وکړ او ٩ پوليس يې وژلي دي.
يو پوليسچې د خپل نوم له ښودلو څخه يې ډډه کړې وويل، دغه بريد د کندوز ولايت په کوچا يي قزاق سيمه کې وشوه ، يو ځايي پوليس د همدې ورځې په سهار خپل همکاران وژلي او بيا د پېښې له ځایه تښتېدلی دی. ښکاره خبره ده چې دغه بريدګر د طالبانو غړی دی.
تراوسه پورې طالبانو د دغه بريد په اړه هيڅ نه دی ويلی .(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |