د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بو او اسيايي فورم کلنۍ غونډه چې اصلي موضوع يې د نړيوال کېدو او ازادې سوداګرۍ راتلونکی دی،د مارچ په ٢٣مه نېټه د چين د های نان ولايت په بو او کې پيل شوه.څه د پاسه ١٨٠٠ استازو په غونډه کې ګډون درلود.
د ياد فورم سرمنشي جو ون جونګ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې په روانه کلنۍ غونډه کې به د يوه کمربند او يوې لارې،زياتوالي،اصلاحاتو او د نوي اقتصاد په اړه بحث وشي.
د بو او اسيايي فورم يو غير حکومتي نړيوال سازمان دی چې د سوداګرۍ او ګټې په موخه نه دی او له ٢٠٠١ کال څخه يې د اسيا د اقتصادي همکارۍ او د دواملرونکي پرمختګ لپاره ملاتړ برابر کړی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |