CRI Online

د چين او استراليا ترمنځ د همکارۍ د ژوروالي نوی فرصت

cri     (GMT+08:00) 2017-03-23 17:03:56


د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ د ٢٢مې نېټې په شپه کانبرا ته رسيدلی او استراليا ته يې په پنځه ورځني سفر پيل کړی دی. دغه هېواد ته د چين د صدراعظم له تېر سفر څخه يوولس کاله تير شوي، نو دغه سفر مهم ارزښت لري. ځيني استراليايي کارپوهان په دې نظر دي چې د لي که چيانګ سفر په مناسب وخت دی او د چين او استراليا ترمنځ د اړيکو د لا ټينګېدو لپاره به نوی خوځنده ځواک برابر کړي.

استراليا ته د حرکت په ورځ، د صدراعظم لي که چيانګ ليکنه چې سرليک يې دی (( د چين او استراليا ترمنځ اړيکې پرمخبيايو ))، د استراليايانو په نوم په استراليايي مهمه ورځپاڼه کې خپره شوه. په دې ليکنه کې راغلي چې د اوسنيو نړيوالو حالاتو او ننګونو په وړاندې د چين او استراليا ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې اترې د دې سفر موخه ده. هغه دا هيله څرګنده کړې چې د دې سفر له لارې، چين او استراليا د دوه اړخيزو اړيکو او حتی د نړۍ د پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابر کړي. د استراليا کارپوهان هغه کوم چې د چين او استراليا ترمنځ اړيکو ته پاملرنه کوي، د يادې نظريې ملاتړ کوي. د استراليا د دولتي پوهنتون په اړه د اسيا او ارام سمندر سيمې اکاډمۍ څو ورځې مخکې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، په داسې حال کې چې روان نړيوال نظام او سيستم له شکونو سره مخامخ دی، چين او استراليا بايد په ګډه د رښتينو ګامونو د پورته کولو له لارې د ازادې سوداګرۍ د ساتلو او د ورخلاصون په بڼه د نړيوال اقتصاد د ابادولو په اړه مثبت پېغام نړۍ ته وليږي. د يادې مقالې ليکوال او د نوموړې اکاډمۍ پروفيسر پيټر دريسډال وويل،

(( په اوسنيو نړيوالو او سيمه ييزو حالاتو کې، چين او استراليا ډېر د بحث وړ مسايل لري. په اروپا کې بدلون روان دی، او امريکا د ولسمشر ټرمپ له انتخابېدو وروسته د بدلون په حال کې ده چې دا به په نړيوال سيستم کې د استراليا او چين پر ګټو مستقيمې اغېزې وکړي. نو د دواړو مشرانو ترمنځ د دغه ځل خبرو اترو وخت ډېر مهم دی. دا د دواړو خواوو لپاره يو مهم فرصت هم دی چې د متقابلو تګلارو په اړه بحث او ګډې نظريې تر لاسه کولی شي. ))

په ٢٠١٤ کال کې استراليا ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سفر په ترڅ کې، د چين او استراليا ترمنځ اړيکې له ستراتيژيکې ملګرتيا څخه هراړخيزو ستراتيژيکې ملګرتيا ته لوړې شوې وې. په تېر يو کال کې د جنوبي سمندر د حالاتو، د چيني پانګوالو له خوا د استراليايي جايدادونو د اخيستنې په بهير کې د خنډونو په شمول د يو لړ مسئلو له امله، د چين او استراليا ترمنځ اړيکې لږې څه سړې شوې دي. د ((روي )) په نوم د نړيوالو تګلارو اکاډمۍ د ختيځې اسيا چارو پروفيسر پيټر څای وويل

((په ٢٠١٤ کال کې رئيس شي جين پينګ استراليا ته سفر وکړ او د دوه اړخيزې ازادې سوداګرۍ تړون يې لاسليک کړ چې له هغه وخت څخه څه کاله تير شوي دي، د استراليا او چين ترمنځ لوړ پوړی تګ راتګ بايد لا مخکې تر سره شوی وای. ټرمپ د ولسمشر په توګه د لوړې په لومړۍ ورځ د ټي ټي پي تړون د لغوه کولو اعلان وکړ. زما په اند د صدراعظم لي که چيانګ دغه سفر د دې لپاره ګټور ستراتيژيکي فرصت دی چين په سيمه ييز اقتصاد کې د ثابت او باور وړ مشر په توګه رول لوبولی شي. ))

سږ کال د چين او استراليا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٤٥مې کليزې سره برابر دی، په بېلا بېلو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ د تګ راتګ او همکارۍ ژوروالی او پراخوالی بې ساری دی. د صدراعظم لي که چيانګ د سفر له لارې به د اقتصاد، سياست او کلتور په برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري لا پياوړې شي. د روي په نوم د نړيوالو تګلارو اکاډمۍ پروفيسر پيټر څای وويل

(( د استراليا تازه خواړه او د غوښو توليدات په چين کې د هرکلي وړ دي. مسئله دا ده چې استراليا غواړي نورو زياتو برخو ته ننووزي، د بېلګې په توګه د خدمتي چارو برخه. استراليا هيله لري چې د ازادې سوداګرۍ تړون نور هم پر مخ بوزي. زما په اند دا مسئله به په دوه اړخيزو خبرو اترو کې شامله شي. ))

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړيکو له ښه والي سره، استراليايي ټولنې د چين له خوا وړاندې شوې د يوه کمربند او يوې لارې غوښتنې ته زياته پاملرنه کړې. د استراليا د دولتي پوهنتون پروفيسر دريسډال وويل، چې د استراليا حکومت بايد ژر د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د ګډون په اړه پلان جوړ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای