د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ٢٣ مه نېټه د لندن ترهګريز بريد له امله د بريتانيې صدراعظمې تريسا مې ته د خواخوږۍ پيغام وليږه.
لي که چيانګ په پيغام کې په کلکه دغه بريد غندلی، د وژل شويو کسانو په مناسبت يې خپل ژور تعزيت څرګند کړی او ټپيانو او د وژل شويو کسانو خپلوانو ته يې خواشيني څرګنده کړې ده.
لي که چيانګ ويلي، چين په ټينګه د هر ډول تروريزم مخالفت کوي او غواړي چې له بريتانيې او نړيوالې ټولنې سره يوځای د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي ترڅو د نړيوالې سولې، ثبات او امنيت لپاره زيات خدمتونه ترسره کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |