د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په ٢٣ مه نېټه په بېجينګ کې يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، يو چيني سلانی د لندن په ترهګريز بريد کې سپک ټپي شوی ، چين به په مداومه توګه د دغې پېښې پروسې ته متوجه وي او په ښه توګه اړوند کارونه ترسره کړي.
نوموړې وويل، چين په کلکه دغه بريد غندي او په ټينګه له هر ډول تروريزم سره مخالفت کوي، چين غواړي چې د بريتانيې په شمول نړيوالې ټولنې سره يوځای د ترهګرۍ پرضد مبارزې لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي ترڅو د سوله ييزې سولې او امنيت ساتنه وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |