د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په ٢٣مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې اوس د جنوبي سمندر حالات د ارامېدو په حال کې دي.چين غواړي د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې له غړو هېوادونو سره يو ځای په فعاله توګه د جنوبي سمندر د عملونو د اصولو په اړه د سلامشورې بهير چټک کړي.
د خبر له مخې،د تايلنډ صدراعظم او د فليپين ولسمشر د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه خبرې اترې وکړې.دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د جنوبي سمندر د عملونو اصولو چوکاټ د بشپړېدو لپاره به کوښښ وکړي.وياندې هوا وويل چې د چين او د يادې ټولنې د ګډو کوښښونو له امله د جنوبي سمندر د بېلا بېلو خواوو عملياتي اعلاميه په هراړخيزه او موثره توګه پلی شوی او د ياد چوکاټ په اړه لومړۍ مسوده هم جوړه شوې ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |