CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-23 17:43:37
له پرله پسې بریاوو وروسته افغان لوبډلې له ایرلنډه ماتې وخوړه

آیرلنډي لوبغاړو نن ښه لوبه وکړه، که څه هم نن بیا هم سټرلینګ د ۹۹ منډو په

تر پرله پسې بریاوو وروسته افغان کریکټ لوبډلې له ایرلنډ لوبډلې ماتې وخوړه.

آیرلنډي توپ اچونکو ښه پیل درلود او داسې اټکل کېده چې ښايي افغان لوبډله په سلو منډو کې راټوله کړي. ځکه د افغانستان پنځه د سر لوبغاړي د ۵۷ منډو په جوړولو سره سوځېدلي وو.

خو د راشد خان او ګلبدین نایب ښې ملګرتیا او پنځوسیزو جوړولو او دغه راز د شفیق الله شفق تیزې پنځوسیزې جوړولو د افغانستان د منډو شمېر تر ۲۶۴ ورساوه.

دا لومړی ځل دی چې په یوه لوبه کې په اووم، اتم او نهم لمبر راوتونکي لوبغاړي درې واړه پنځوسیزې پوره کړي.

آیرلنډي لوبغاړو ښه لوبه وکړه، که څه بیا هم سټرلینګ د ۹۹ منډو په جوړولو او د سلیزې په ارمان د نبي په توپ اوټ شو.

خو د بالبیرني تیزې لوبې او ۸۵ منډو آیرلنډي لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.

د افغانستان ورو توپ اچونکي چې تر ډېره مټ پرې کیږي، ښه ونه لوبېدل او تر ډېره ونه توانېدل چې خپل سیال لوبغاړي وسوځوي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې دوه لوبې ګټلي او وبه کتل شي چې په دوو راتلونکو لوبو کې څه ډول لوبیږي.

د شل اوریزو لوبو د لړۍ ټولې درې لوبې افغانستان ګټلې دي.

د لوبې غوره لوبغاړی پاول سټرلینګ شو.

د افغانستان او ايرلينـډ ترمنځ د کرکـټ په دويمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې هم يو شمېر ريکارډونه جوړ شول.

تر دې مخکې ددواړو هېوادونو ترمنځ د شل اووريزو لوبو په لړۍ کې تر ١٥ زيات ملي او نړيوال ريکارډونه جوړ شوي وو.

پرون افغانستان ايرلينډ ته په دويمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې د ٣٤منډو په توپير سره ماتې ورکړه. افغانستان ٣٣٨ منډې جوړې کړې، خو دايرلينډ لوبډله په ٣٠٤ منډو وسوځېدله.

افغانستان د ايرلينډ پر وړاندې ٣٣٨ منډې جوړې کړې چې په يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان له لوري تر ټولو زياتې منـډې وې.

تر دې مخکې په ٢٠١٤ زيږديز کال کې افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ٣٠٢ منډې جوړې کړې وې.

دغه راز په دې لوبه کې افغان لوبـډلمشر اصغر ستانکزى چې تر اوسه يې ٦٩ يوه ورځنۍ نړيوالي لوبې کړې وې، لومړۍ سليزه ووهله.

ملي لوبغاړى راشد خان لومړى افغان توپ اچوونکى شو چې د کرکت په يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې شپږ مخالف لوبغاړي سوځوي. تر دې مخکې رحمت شاه او حميد حسن پنځه، پنځه لوبغاړي سوځولي وو.

په دې لوبه کې دغه راز يو نړيوال ريکارډ هم جوړ شو، هغه دا چې د يوه ورځني کرکټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په يوه لوبه کې دوو لوبغاړو شپږ ، شپږ لوبغاړي وسوځول. د افغانستان له لوري راشد خان او د ايرلينډ له لوري پال سټرلينګ.

دغه راز د ايرلينډ پال سټرلينګ د نړۍ دويم لوبغاړى شو چې په يوه ورځنۍ لوبه کې هم شپږ ويکټې اخلي او هم يې زياتې ٩٥ منډې جوړې کړې. تر دې مخکې دانګلستان پال کلنګووډ په لوبه کې شپږ ويکټې اخيستې وې او سليزه يې هم وهلې وه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای