د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په جنيوا کې د سوريې مسئلې په اړه غير رسمي غونډه د مارچ په ٢٣ مه نېټه پيل شوه.
د سوريې مسئلې په اړه د م م ځانګړي استازي دي مستورا په ٢٣ مه نېټه د يوې اعلامې په خپرولوسره وويل، چې هغه په دې غونډه کې د بېلابېلو استازو په ګډون ډېر خوشحال دی او له روانې غونډې څخه يې ډېرې هيلې لري.
په جنيوا کې د م م د دفتر په وينا، د دغې غونډې موضوعات عبارت دي له ، د ملي يووالي حکومت جوړول،د اساسي قانون تعديلول، د ټولټاکنو بيا ترسره کول، د ترهګرۍ ضد مبارزه او د امنيت او باور بيارغونه .(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |