د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سرمنشي مرستيال وياند فرهان حق د مارچ په ٢٣مه نېټه وويل، چې سرمنشي انټونيو ګوتريس په لندن کې د هغه ترهګريز بريد غندنه وکړه چې د مارچ په ٢٢مه نېټه د بريتانيا د پارلمان ودانۍ ته نژدې وشو. د م م امنيت شورا په همدې ورځ د يادې پېښې له امله د وژل شويو کسانو په ماتم د چوپتيا مراسم تر سره کړل.
حق په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې ګوتريس د وژل شويو کسانو خپلوانو ته د زړه له کومې خواشيني او د بريتانوي خلکو او حکومت ملاتړ کوي او هيله لري چې ټپيان ژر جوړ شي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بوريس جاسون په همدې ورځ په امنيت شورا کې د مياشتي نوبتي مشر په توګه د غونډې د مشرۍ په ترڅ کې وويل، هغه د امنيت شورا په استازيتوب د دې ترهګريز بريد سخته غندنه کوي او د وژل شويو کسانو خپلوانو ته خواشيني څرګندوي. ورپسې د غونډې ګډون کوونکو په ولاړه د وژل شويو کسانو لپاره د يوې دقيقې چوپتيا تر سره کړه.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |