د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د مارچ په ٢٣مه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان د ٢٣ مارچ په پوځي رسم ګذشت کې په خپله وينا کې د چين د پوځونو له ګډون مننه وکړه.
د همدې ورځې په سهار، په اسلام اباد کې د پاکستان ٢٣ مارچ د لمانځنې په غرض لوی پوځي رسم ګذشت تر سره شو چې د پاکستان د ځمکنيو پوځونو لوی درستيز جنرال قمر جاويد بجوا په بلنه، د چين د ازادي بخښونکي اردو د هوايي، سمندري او ځمکني پوځونو د تشريفاتي ډلګي ٧٢ کسيزې ډلې پکې ګډون درلود. دا لومړی ځل و چې د چين پوځونو په دغه مراسمو کې ګډون کړی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |