د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په درويشتمه نېته وويل، دغه وزارت په دوه ويشتمه نېټه د ترکيې سرتيري د وژلو پېښې له امله په ترکيه کې د روسيې له لنډ مهالي شارژدافير سره وکتل او له روسيې څخه يې وغوښتل چې د سوريې د کرد ديموکراتې ټولنې سره اړيکې پرې کړي.
د مارچ په دوه ويشتمه نېټه، يو ترکي سرتيری د ترکيې د هاتای په ولايت کې د دندې تر سره کولو په وخت کې د يادې ټولنې د وسله والو لخوا پر ډزو ووژل شو.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وياند په درويشتمه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، روسيه مسئوليت لري چې د سوريې د اوربند تړون د پلي کېدو حالاتو څارنه وکړي او د يادې پېښې د له منځه وړلو لپاره اړوندو تدبيرونه ونيسي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |