CRI Online

د بشري برخليک ټولنې مهم مفهوم په لومړي ځل د م م د بشري حقونو شورا په پريکړه ليک کې شامل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-03-24 09:29:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م د بشري حقونو شورا ٣٤مې غونډې د مارچ په ٢٣مه نېټه د ((اقتصاد، ټولنې او کلتوري حقونو)) او (( د خوراکي توکو د حقونو )) په شمول ٢ پريکړه ليکونه خپاره کړل، په دې پريکړه ليکونو کې د بشري برخليک ټولنې ابادي تاييد شوې. دا لومړی ځل دی چې د بشري برخليک ټولنې مهم مفهوم د بشري حقونو شورا په پريکړه ليک کې شامليږي، دا د دې يوه نښه ده چې دغه مفهوم د بشري حقونو په نړيوال خبري سيستم کې يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

د سږ کال په جنورۍ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ژنيو کې د م م په مقر کې د بشري برخليک ټولنې د ګډې ابادۍ په سرليک وينا وکړه او په ژور او سيستماتيک ډول يې د بشري برخليک ټولنې مفهوم بيان کړ. د ده وينا په نړيواله ټولنه کې ډېره توجه او ستاينه تر لاسه کړه. د بشري برخليک په ټولنه کې د ملي حاکميت مساوات، د خبرو اترو او سلامشورو، د ګډو ګټو د همکارۍ، تګ راتګ او چاپيريال ساتوونکي پرمختګ په شمول نظريې د بېلا بېلو خواوو له خوا منل شوې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای