د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيه يي د مارچ په ٢٣مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د افريقا د دايمي نظامي ځواکونو او د چټک غبرګون پوځ د ابادۍ ملاتړ وکړي، تر څو د ډله ييز امنيت په برخه کې د افريقا توان لوړ شي.
د م م امنيت شورا په همدې ورځ د سوماليا مسئلې په اړه يوه غونډه تر سره کړه او په سوماليا کې د م م د مرستندويه ډلې د ماموريت مودې د اوږدوالي پريکړه يې وکړه.
ليو جيه يي په دې غونډه کې وويل، چې دا فريقا ځينې سيمې لا هم له سختو ننګونو سره مخامخ دي، د سيمو شخړې مسلسلې دي او بشري حالت پکې کمزوری دی. م م له افريقايي ټولنې او د دې سيمې له هېوادونو سره د سوماليا مسئلې پرضد ښه همکاري کړې چې دا د افريقا د نورو مسئلو د حل لپاره ګټوره ده.
نوموړي زياته کړه چې نړيواله ټولنه بايد د سولې او پرمختګ ترمنځ برابري په پام کې ونيسي، د شخړو د مخنيوي پربنسټ دې د سوله ساتنې موخه تاييد کړي، تر څو په افريقا کې دايمي ثبات او پرمختګ رامنځته شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |