CRI Online

ليبيا ته نژدې سمندري سيمه کې د بېړيو د ډوبېدو له امله ٢٥٠ تنه کډوال ورک شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-24 13:04:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هسپانيا يوې ملکي ژغورونکې ډلې د مارچ په ٢٣مه نېټه وويل، چې دوی د ليبيا د سمندر پر غاړه ٢ اوښتل شوې بېړۍ پيدا کړي، د اټکل له مخې په دغه بېړيو کې له ٢٥٠ نه زيات کسان سپاره وو چې ټول تری تم شوي او د ژوندي پاتې کېدو امکان يې لږ دی.

د ژغورونکو په قول د اوښتل شويو بېړيو په شاو خوا سيمه کې يوازې ٥ مړي پيدا شوي، د دغو کسانو عمرونه له ١٦ کالو څخه تر ٢٥ کالو پورې دي. څرنګه چې هره بېړۍ څه باندې ١٢٠ تنه بارولی شي، نو د ورک شويو شمېر ښايي له ٢٥٠ تنو نه زيات وي. د بېړيو د ډوبېدو له وخت څخه يوه ورځ تېره شوې، دغه راز د ورک شويو کسانو د ژوند امکان لږ دی.

د م م د کډوالو چارو دفتر د مارچ د ٢٣مې نېټې په شپه د يادې پېښې په اړه حيرانتيا او خواشيني څرګنده کړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای