د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د اقليمي بدلون او د پر له پسې پرمختګ په اړه د م م د ۷۱مې عمومي اسامبلې عالي رتبه غونډه د نيويارک پر ځايي وخت د مارچ په ۲۳مه نېټه د م م په مقر کې تر سره شوه. په م م کې د چين دايمي استازي ليو جي يي وويل، چې چين به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د پاريس تړون د پلی کولو او د پر له پسې پرمختګ د موندلو لپاره کوښښونه وکړي.
نوموړي د پاريس تړون د پلی کولو په اړه د متقابل سياسي باور د ژورتيا، د رښتيني حالاتو سره سم د پرمختګ، د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو د پياوړتيا او د اړوندو خواوو د هڅونې په څلورو ساحو کې خپل وړانديزونه وړاندې کړل. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د اقليمي بدلون په اړه د م م په چوکاټي تړون او د پاريس په تړون کې د تائيد شويو ګډو او بېلو دندو په اړه اصول بايد ټينګ شي او بېلا بېلې خواوې بايد خپله ژمنه پلې کړي. پرمختللي هېوادونه بايد هغه ژمنه پلې کړي چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې هر کال سل مليارډه امريکايې ډالره پانګې واچوي چې دا به د پاريس تړون د تطبيق کېدو لپاره باوري زمينه برابره کړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |