د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د لاسا د ګمروکاتو ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د تبت خپلواکې سيمې د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت يو مليارډ دوه سوه يو اويا مليونه يوانه و چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٢.٩٥چنده زيات شوی. د صادراتي توليداتو عمومي ارزښت څلور سوه او څلور مليونه يوانه او د وارداتي توليداتو عمومي ارزښت اته سوه اوه شپيته مليونه يوانه و چې د زياتوالي انډول يې په جلا جلا توګه ٤٤.٥٣٪ او ١٩.٤٦ ٪ و.
په جنورۍ او فبرورۍ کې له فرانسې، نيپال او بلژيک سره د تبت معاملې په بيلا بيلې اندازې زياتې شوي چې له دې جملې څخه له فرانسې څخه د وارداتي توليداتو ارزښت د زياتوالي انډول له څلورو چندو نه لوړ و.
په جنورۍ کې نيپال ته صادراتي منسوجاتو او جامو د تبت په صادراتي ارزښت کې ٥٤.٦٪ برخه نيولې وه، او طبي توکي او درملنو په وارداتي ارزښت کې ٧٨.٥ ٪ برخه نيولې وه.
د لاسا د ګمروکاتو ادارې اړوند د مسئول په قول، جنوبي اسيا ته د ورخلاصون لارې د ابادۍ په اړه د چين ستراتيژي د تبت د بهرنيو معاملو د زياتوالي سبب دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |