د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د مارچ په ٢٤مه نېټه د های نان ولايت په بواو کې د اوبو اسيايي فورم د کلنۍ غونډې د برخوالو چينايي او بهرنيو تصديو له خاوندانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې موږ بايد په ټينګه توګه د اقتصاد نړيوال کېدل پرمخ بوځو. د اقتصاد نړيوال کېدل د ټولنيز توليدي توان د پرمختګ عيني غوښتنه او د تکنالوژۍ د پرمختګ لازمه نتيجه ده، د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې خوځنده قوت برابر او زيات فرصتونه يې جوړ کړي دي. نه شو کولی چې د ننګونو په وړاندې ګامونه ختم کړو، موږ به په ټينګه توګه د اقتصاد د نړيوال کېدو او د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسان کېدو لپاره هڅې وکړو او د تجارت حمايت له هر ډول غوښتنې سره به مخالفت وکړو. موږ بايد د صنعتي اصلاحاتو او ډيجټالي اقتصاد په بهير کې فرصتونه ونيسو او نړيواله اقتصادي همکاري به پياوړې کړو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |