CRI Online

جانګ ګاو لي: د اسيا سيمه ييزې همکارۍ به لا پياوړې شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-24 16:08:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو دايمي غړي او د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د مارچ په ۲۴مه نېټه د های نان ولايت په بو او کې د ۲۰۱۷م کال لپاره د اسيايي فورم د کلنۍ غونډې له چيني او بهرنيو سوداګرو سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې اسيا په نړۍ کې ډېره فعاله او مثبته سيمه ده چې پرمختګ مومي. باور لري چې په اسيا کې به سيمه ييزې همکارۍ لا پياوړې شي.

نوموړي وويل، چې اړوندې خواوې بايد د پرمختګ د سوله ييز او ثبات چاپيريال د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. دوهم، د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو د پياوړتيا افکار دې ټينګ شي. درېيم، بايد د پراختيا، برابرۍ او ګډو ګټو د روحيې په نيولو سره سيمه ييزې همکارۍ همغږۍ شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای