CRI Online

لي که چيانګ د استراليا له صدراعظم سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-24 17:01:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،پر ځايي وخت د مارچ په ٢٤مه نېټه د چين صدراعظم لي که چيانګ په استراليا کې د دغه هېواد له صدراعظم مالکولم تورنبول سره خبرې اترې وکړې.

لي که چيانګ وويل چې د چين او استراليا ترمنځ اړيکې او په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاری په پر له پسې توګه پياوړې شوې ده.په ٢٠١٤ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بريالۍ توګه له استراليا څخه ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ هر اړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې شوې دي.روان کال د چين او استراليا ترمنځ سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٤٥ کاليزې سره برابر دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نوي مرحلې ته ننوتلې دي.

ښاغلي تورنبول وويل چې استراليا غواړي له چين سره تګ راتګ پياوړی کړي تر څو د دواړو هېوادونو او نړيواله سوله او سمسورتيا رامنځته شي.تر خبرو اترو وروسته دواړو خواوو د اقتصاد او سوداګرۍ،نوښت،کرهنۍ،خوراکي توکو او د ښوونې په برخو کې همکاريز سندونه لاسليک کړل.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای