CRI Online

امنيت شورا د شمالي کوريا د توغنديو او د راکټ موټور لګولو ازموينې غندلې

cri     (GMT+08:00) 2017-03-24 17:18:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د مارچ په ٢٣ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولوسره د شمالي کوريا د توغنديو او د راکټ موټور لګولو ازموينې غندلې او له دې هېواد څخه يې د دغه ډول فعاليتونو د درولو غوښتنه کړې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې شمالي کوريا يوځل بيا توغندی ازمويلی او د راکټ د موټور لګولو ازموينه يې کړې ده چې د امنيت شورا له اړوندو پريکړو څخه يې سرغړونه کړې، د سيمې حالت يې لاپسې سخت کړی او په سيمه کې يې د تسليحاتي مسابقې خطرونه زيات کړي دي. شمالي کوريا دې د اټومي ازموينې په شمول اړوند فعاليتونه ترسره نه کړي او په هراړخيزه توګه دې خپلې دندې پلې کړي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای