د سين هوا اژانس د خبر له مخې،پر ځايي وخت د مارچ په ٢٤مه نېټه د چين صدراعظم لي که چيانګ د استراليا له صدراعظم مالکولم تورنبول په ګډه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه.
دواړو خواوو د چين او استراليا ترمنځ د اړيکو او همکارۍ په اړه ژوره تبادله وکړه او څرګنده يې کړه چې دواړه هېوادونه بايد په ګډه د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.
لي که چيانګ وويل چې اوس په نړۍ کې يو شمېر ناثابتې مسئلې موجودې دي.چين او استراليا بايد په ګډه د سوداګرۍ د ازادېدو ملاتړ وکړي او سيمه ييز ثبات او نړيواله سوله دې وساتي.بر سېره پر دې ،دواړه خواوې بايد په ښوونيزو او کولتوري برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.
تورنبول د صدراعظم لي که چيانګ هرکلی وکړ چې د استراليا او چين ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ٤٥مې کاليزې پر مهال له استراليا څخه ليدنه کوي.استراليا د چين د لرغوني تاريخي دودونو او د سترو پرمختګونو ډېره ستاينه کوي او تل له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |