CRI Online

افغانستان د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک غړی شو

cri     (GMT+08:00) 2017-03-24 17:58:23

 د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک د مارچ په ٢٣ مه نېټه په دغه بانک کې د نورو ١٣ هېوادونو د شموليت اعلان وکړ چې پدې توګه د غړو شمېر يې له ٥٧ څخه ٧٠ ته زيات شوی دی.

په دغو ١٣ هېوادونو کې د افغانستان، ارمنستان، فيجي، د چين هانکانګ او ختيځ تيمور په شمول د سيمې پنځه هېوادونه او د بلژيک، کاناډا، اتوپيا، هنګري، ايرلند، پيرو،سوډان او ونزويلا په شمول د نورو سيمو ٨ هېوادونه شامل دي.

د چين د نړيوالو مسئلو د انسټيټيوټ څېړونکی چن شيو لونګ وايي، د دغه بانک د غړو له زياتېدو څخه نوې مرحلې ته د دغه بانک د ودې د رسيدو څرګندويې کوي او د افغانستان او ونزويلا په شمول د څو پرمختيايي هېوادونو له شموليت څخه د دغه بانک ارزښت ښکاريږي .(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای