CRI Online

جانګ ګاو له له شياو وان چانګ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-24 21:10:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د مارچ په ٢٤مه نېټه د چين د های نان ولايت په بو او کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو د ګډو بازارونو د صندوق له مشر شياو وان چانګ سره وکتل.

جانګ ګاو لي وويل چې د تايوان په اړه د چين تګلارې څرګندې دي.موږ به په پر له پسې توګه د ١٩٩٢ کال ګډې نظريې پلې کړو او د تايوان له بېلتون غوښتنې سره ټينګ مخالفت کوو.هيله ده چې د تايوان صنعتي او سوداګريزې ټولنې په فعاله توګه د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ اقتصادي تبادله او همکاري او د دواړو غاړو ترمنځ اړيکې پياوړې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای