د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ٢٥مه نېټه د بواو اسيايي فورم د ٢٠١٧ کال د کلنۍ غونډې پرانيستونکو مراسمو ته د مبارکۍ پېغام وليږه.
رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د بواو اسيايي فورم د جوړېدو له ١٦ کلونو راهيسې د اسيا د ګډو نظريو د راغونډولو، د اسيايي همکارۍ د پياوړي کولو او د اسيا د اغېزو د لوړولو په برخو کې مهم رول لوبولی دی. د کوربه هېواد په توګه، چين د دې فورم د تر لاسه شويو برياليتوبونو په مناسبت خوشحاله دی او د فورم د تېرو دورو شوراګانو، مشاورينو او د بېلا بېلو ساحو کسانو له خدمتونو څخه مننه کوي.
رئيس شي پخپل پيغام کې پر دې ټينګار کړی چې (( د نړيوال کېدو او ازادې سوداګرۍ پرمخ راتلونکی)) د بواو اسيايي فورم د روان کال د کلنۍ غونډې اصلي موضوع ده، له دې د اقتصاد د نړيوال کېدو مسئلې په وړاندې د نړيوالې ټولنې په تيره بيا د اسيايي هېوادونو پاملرنه ښکاريږي. هيله لرم چې ګډون کوونکي ګټورې نظريې او وړانديزونه وړاندې کړي، د نړيوال او سيمه ييز اقتصاد د مهمو مسايلو د حل لپاره فکر وکړي او د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |