CRI Online

د چين ځانګړی استازی: د سوريې مسئلې په اړه نوی پړاو خبرو اترو کې له مثبتو عواملو نه پرته توپيرونه لاهم موجود دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-25 15:09:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه نوی پړاو خبرې اترې د مارچ په ۲۴مه نېټه په ژنيو کې پيل شوې. د سوريې مسئلې په باب د چين ځانګړي استازي شي شياو يان په همدې ورځ وويل، چې په دغو خبرو اترو کې له مثبتو عواملو نه پرته توپيرونه لا هم موجود دي.

د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي ستفان ډيميستورا په همدې ورځ د ژنيو د ملتونو په ماڼۍ کې په جلا جلا توګه د سوريې د حکومت او مخالفو ډلو له استازو سره خبرې اترې وکړې. دا د سوريې د حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ پنځم پړاو خبرې اترې دي او د خبرو اترو اجنډا د لومړۍ ځل لپاره د دواړو خواوو له لوري په ګډه ټاکل شوې ده. برخوالو په عمده توګه د ملي يووالي حکومت د جوړولو، د اساسي قانون د ترميمولو، د عمومي ټاکنو د تر سره کولو او د ترهګرۍ پرضد د مبارزو په شمول په څلورو مطلبونو بحث وکړ.

ښاغلي شي له چيني خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې په يادو خبرو اترو کې مثبت حالت رامنځته شوی چې سياسي مخالفې ډلې او مخالف وسله وال پکې ګډون کوي. له دې څخه څرګندېږي چې بېلا بېلې خواوې د دغې مسئلې د سياسي حل لپاره هڅې کوي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې مختلفې خواوې بايد د اوربند تړون پلی کړي او د سياسي بهير لپاره ښه زمينه برابره کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای