CRI Online

لي که چيانګ د چين او استراليا د ولايتونو او ايالتونو د مشرانو ترمنځ د دوهمې دورې په فورم کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-25 15:50:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ٢٤مې نېټې له غرمې وروسته په سيدني کې د استراليا له صدراعظم ملکولم تورنبول سره د چين او استراليا د ولايتونو او ايالتونو د مشرانو ترمنځ د دوهمې دورې په فورم کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

لي که چيانګ وويل، چې ځايي همکاري د چين او استراليا ترمنځ اړيکو کې نه بېلېدونکې برخه ده. د چين حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ ځايي همکارۍ او تګ راتګ ته په درنه سترګه ګوري او د دې ملاتړ کوي. د دواړو هېوادونو د سلو جوړو ولايتونو، ايالتونو او ښارونو ترمنځ همکاري ټينګه شوې او برياليتوبونه تر لاسه شوي.

لي که چيانګ وويل، موږ هرکلی کوو چې د استراليا بېلا بېل ايالتونه د چين له نورو زياتو منځنيو او لويديځو سيمو سره همکاري پياوړې کړې، په کرهنې، ساينس او تکنالوژۍ، ښوونې، د مالونو د ليږد راليږد او نويو صنعتي چارو کې همکاريز فرصتونه پيدا کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای